(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل ښائېست

نه د کوه قاف د ښاپېرو په ګډا تېروتم نه د چين ماچين د معشوقو په خندا تېروتم نه د هندوستان د تورخالو په تماشو شومه نه د بنګالا د مالګين حسن په نخرو شومه نه د ماهی وال د سوهڼی مستې ښکلا واخستم نه ئې د رانجا د هير په غوړه ادا واخستم ماته خو ښائېسته د ګودرونو ګل جماله ده يا د جګو غرونو پلوشه زما ملاله ده يا مې ښائېسته په تاترو کښې ګل غوټۍ ده يا د اباسين د غاړې پېغله شين خالۍ ده يا د سوات په رنګارنګ ښکلا کښې مه جبينې دی يا خړو کورونو کښې ګل مخې ګل ورينې دی دا مې د پښتو د حياګانو دردانې دی دا د وطن خاؤره کښې د حسن خزانې دی لرې کړه مکاره؛ ستا ډولۍ دی که ډالۍ دی ماته زما کاڼی بوټی جاړې ګلالۍ دی ځان به داؤ کؤمه، ننګيالی به داؤ کؤمه هر څه چې پېښېږی خپل ښائېست به راګټمه

-
بېرته شاته