(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مبارک شه

ذهـنـونـه چـې ډيـوي شـوي دا رڼــا مــو مـبـارک شـه ای ټـولـو پـښـتــنـو دا پښـتـونـخـوا مـو مـبـارک شـه خېبر ئې تل دستار دی او پښتونخوا ئې همیش تن په سر هسـکـه شـمـلـه تــل د بــابـــا مــو مـبارک شه جذبــه د قــام د مـیـنــې پــاریــدلــي پــه وجـــود کــې غـېـرت ویــنـــې راخــپـلــه کــړه لـیـلا مو مبارک شه روحــونــه دي خــوشــحــالـه د ولـې بــابـا او اجــمــل بــاچــاخــان نــظریــو کــې هــره ســاه مـو مـبــارک شه موجونو ځان سینګار کړ فکر مست خمار اتڼ کړي د میـــنــې محـــبـــت نـــــوي دونـیـا مـو مـبـارک شــه د ژونـد لفـظونه ناڅي نسیم ستوریه جوړ اختر دی مـنـزل پـه لـور ګامـونـه پـه بـیـا بـیـا مـو مـبـارک شه

-
بېرته شاته