(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوښکه شې ګلۍ شې

کاروان صاحب د شعر په اقتفا

د مينې په دنيا کې مې جانان شې راته ته ډولۍ د محبت کې مې ارمان شې راته ته برکت دی ستا د سترګو چې غزلې هميش ليکم د شعر زمزمه شې غزلخوان شې راته ته په هغه لحظه ناست يم د جنت په مناروکې چارپيره چې له غاړې او ګريوان شې راته ته چې هره لحظه وګورم دا ستا د زنې خال ته بيا ستورې شې سپوږمۍ شې او اسمان شې راته ته داته چې پلو لرې کړې له خپل نوراني مخه ساقې شې ميکده شې او بوستان شې راته ته ای چرګه د سحر ولې ته دومره يي بې صبره سم غيږ ته د يار ورشم بيا اذان شې راته ته د زړه للمې اوبه کړې ما حفيظ مليار ستا ياد کې چې اوښکه شې ګلۍ شې او باران شې راته ته

اتريش -
بېرته شاته