(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قهرمان شهيده

ښکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده ته دچاهېرنه يې تارېخ خوڅه جابره نه دی ته يواتل وې زحمتونه دي دقام ګاللي تاددښمن له لاسه رنګ په رنګ غمونه يوړو څنګه دردونه دي بې شماره پدې نام ګاللي تاديووالي ځولۍ کلي په کورګرزوله دسرکښيودوزخونه دي مدام ګاللي تادځواني سپرلي لوګي کړل دپښتودپاره دځان په غوښودي اورونه ډېرنهام ګاللي تابه يې ذکرکاوه درسته شپه دښُکلي وطن دپښتونخوادسترګوخوبه سترافغان شهيده ښُکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده تادشعورتخمونه وشندلولاړې ځيني ښُکلې دُعا درته درلېږي پښتانه وګړي ستادمېړانې په صفت دوطن غرونه ګواه ځکه ارمان کړي اوژړېږي پښتانه وګړي تايې دحق غوښتنه وکړه له مکاردُښمنه په لارښودنه دي نازېږي پښتانه وګړي ستا په کاروان کي دي ګډ شوي دوطن مېړني څنګه په مينه ترې جارېږي پښتانه وګړي ديوشتمي پېړۍ زېری،بختورزېری دئ ښکاري بېرغ ورپوو په خړبولان شهيده ښُکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده هاغه وخت نه دئ چي دُښمن به راته لاس اچواه ستااولسونه دشعوردقلم ژبه لري دبې وزلۍ پېټی يې وغورځاوه غټ ګړنګ ته داُمېدونوستورې ښُکلي د خپل ربه لري چاته به نه نيسي سوالګرلاسونه کله په ژوند زماجانان دومره غني دی زرسببه لري دغم توپان دارمانونوکشتۍ نه ډوبوي له سمندره کله وېره دغضبه لري وتوروشپوته بل څراغونه ترسهاره لرو وړانګې په غېږه کي رانيسوداسمان شهيده ښُکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده مُوږخپل غورځنګ يوهڅولي دشعورپه لاره دخيانت دقدم لارې ته اسرې نه کوو مُوږ دوزخي نه يوسپېڅلي يوپه ښُکلي ايمان دوخت جدال ته په سودا کي سجدې نه کوو داسي مين يوپه سکروټوقدمونه اېږدو ګراني ليلا سره دتسي خُلې وعدې نه کوو دوخت باداربه زورور وي خومنمه دومره په ټيټوسترګويې سلام د دروازې نه کوو دپښتوپت مودی ساتلی داغيارله سترګو زېری به دروړو دازاد پښتونستان شهيده ښُکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده په پښتانه تندي دي مات کړل کاڼي کاڼي غرونه دپښتونخواخاورې فرهادوې په جانان مين وې ته دغريب اولس په غم کي ورشريک وې مدام ددوی دزړونو،دسلګيوپه ارمان مين وې تاخوغوښتل چي سپېري دښتي جنتي غوندي شي ته يوپه دارنګه حسين غوندي جهان مين وې تاپه تڼاكوپښوستړي مزلونه كړي په تورو ستردښكلاديوه افغان مين وې د پښتون نسل تخيل كي به زرغون غوندي يې طلاي پاڼودي نوم ليك شو په جهان شهيده ښُکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده چاته مي سترګي ټيټي نه دي هسكه غاړه ګرځم ستاپه مېړاني ترقيامته افتخاركومه چاته ګونګى نه يم دحق غوښتني ژبه لرم ددردېدلي زړه په ورين تندي اظهاركومه نن خوړوندنه يم چي رڼا اوتياره نه پېژنم دژوندپه غېږه كي توپيردګل اوخاركومه تادپښتون ولس كلتور راپېژندلى دى سم لكه ټپه دپښتوزړوته داسي لاركومه ددښمن مخ ته سم ولاړدئ محمودخان شهيده ښُکلی جنت دي په نصيب شه صمدخان شهيده دپښتونخوادوطن خاورې قهرمان شهيده

Khan Abdul Samad Khan Shaheed By: Basharmal Nasar -
بېرته شاته