(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارمان څلی

ارزوګانې مې د سپين سباوون کړي ډيرې تورې تورې شپې مې سبا کړي د يخ سيوري د دمې په تمه تمه دژوند دروند پيټي مې ډير په اوږو وړي *** د ښه عمر په لټون پسې ورک شوي ډيــــر پــــــــــه لـــوړو او ژورو ګرځيدلي د کور غولي کښې نګهت د سرو ګلونه ډير خوبونه د سپرلي مې وو ليدلي *** د ارمان د باغ لټون پسې وتلي د بورا په څير ګلونه مې غوښتلي د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي *** خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي څه د ژوند خواږه تراخه به راله را کړي *** اوس که ډيرڅه مې د ځان سره راوړلي د احساس جذبې مې مړې دي غم خوړلي د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم دبنګړو د شور سرونه ترې وتلي *** سرو او شنو ته کتې نه شم ترې بيزار يم په تير عمر اوس دهرې بلا ښکار يم د زړګي چمن ويجاړ شو سپرلي نشته وچ ډندر کښې د ګلونه پاتې خار يم *** نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته نه چمن کښې نور څه رنګ شته نه ګلان شته د ارمان په څلـــــي ناست وختونه ژاړم نه ځوانئ شته ،نه خوندونه د جهان شته

de Arman Tzalai Poet: Feroz Khan Apridi -
بېرته شاته