(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ضدي

زه خو دی څاروانه څنګ ته بیا راغلم پړی در نه اخلم جنګ ته بیا راغلم زه دې سم تړلی قید کې نه ومه خلاص شوم د قیدونوزنګ ته بیا راغلم تا خو زه په مړي حساب کړی وم ساه مې پخوله ټنګ ته بیا راغلم بیا به مې له غږه جوړ غږونه سي هغه زوړ رباب یم ترنګ ته بیا راغلم دروند په غوګو نه یمه هر څه اورم ګوره د بنګړیو شړنګ ته بیا راغلم خلاص به دی له شره ټول کاروان کړمه زه د ماجت څلي دنګ ته بیا راغلم غیږ کې به دی غم بیرته درواچوم نن د خوشالیو رنګ ته بیا راغلم مل به له ٍاقبال ٍ سره په ننګ سمه ننګ کې مې ژوندون دی ننګ ته بیا راغلم تاریخ: اول حمل سال ۱۳۸۹ هجری خورشیدی

-
بېرته شاته