(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی کال او د حجران زخمونه

څلوريزه سپرلی شو سپرلی شو ونې شنې شوې دښتې شنې شوې بلبلان په چيغو سر شول او نغمې شوې ای حفيظ ملياره کاشکې حجران نه وای تانه پاتې د نوروځ هغه ميلې شوې ای ساقي ای ساقي شراب د نشته کنډولی به د زه څه کړم چې ګلان هغه کې نه وي دا سپرلی به د زه څه کړم روغ بدن مې ستا ونه ليد ای حفيظ ملياره ولې پرهارونو ځينې ډک دی دا زړګی به د زه څه کړم مالياره مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړونه خوشحال کړه موسم د سپرلي دی مونږ د سيالو سره سيال کړه غاټول ګلونه راوړه چمنون رنګيني کړه وږمې د سحر راوړه هرې خواته يي خورې کړه د پيغلو له ټيکريو شاړې دښتې زمونږ شنې کړه قالينې پکښې پرش کړه له غاټول يي تکې سرې کړه د پيغلو په مسکا کې د ګدر جوړې ميلې کړه عطرونو د ګلانو ځينې جوړې فوارې کړه د ګلشن بلبل خفه دی په نغمو يي چغهار کړه مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړون خوشحال کړه ماليا ره زمونږ پيغلې د نارنج ګلونه غواړي مجنون د ليلا غاړې ته د ګل هارونه غواړي دا د ښتې له شپونکي نه د شپيلۍ غږونه غواړي يتيم د مور او پلار د غيږې تير وختونه غواړي زخمي زخمي ګلونه د زخمو ټپونه غواړي مطرب د رباب جشن ته د عشق شعرون غواړي حفيظ مليار در جار شه راته خوښ مو نوی کال کړه مالياره ګلان راوړه د ا زخمي زړونه خوشحال کړه

ويانا د اتريش ښار -
بېرته شاته