(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرلي ته

دژوندون دټوکیدلوعلامه یي تاندوهیلوسرکیدلوهنګامه یي دښکلا اومحبت خبر راوړونکئ دفطرت درڼا ګانو راسپړونکئ ته چی هرچیری راځی خوشالي راوړې دښتو غرونو ته تازه سوکالي راوړې په راتګ دې ونې بوټې رنګ بدل کړي شاعران دی له هر رنګه جوړ غزل کړي یوتپوس درنه کووم چی خپه نه شی څو شیبو له زمونږ کره را نه شی مونږ ساړه ژمي ځپلي شل اوشوټ یو دجګړو په اورکی سرتر پایه پټ یو که راځی نو مونږ ته ګل دامان راوړه بس یووالې تآمل له آسمان راوړه زمونږ سترګې په خپل نور باندی رڼا کړه دغه تور پردي لاسونه نور رسواکړه بس له تامو دالله په نوم سوالونه دي معشوقوله مونږه هم غوښتي ګلونه دي بڼوال پوه کړه خدمتګاره چی بڼ جوړ کړي پسرلې به دی ضرور په ګلو موړ کړي

ناروی Pasarli ta By: Mohammad Yousaf Khedmatgar Mazdoorzoi -
بېرته شاته