(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لغمانی به شم

څه له راته ګوری ليونی به شم خاوری او ايری به شم لوګی به شم خپل دا طوفانی نظر ته و وايه رحم خو لږ وکړه ليونی به شم بيابه می ايری هم درنه باد يوسی ګرځم به په دشتو صحرانی به شم مه می وهه ګرانی په دا زلفو دی يو عاجز انسان يم پيريانی به شم ستا د شوخو سترګو طاقت څوک لری ؟ وبه می شپيلی جوټه ګنی به شم زه حفيظ مليار که د مجبور کړمه شونډی به د ښکل کړم لغمانی به شم دوه هايکو ګانې ځان چغوه له رشوتخور نه چا پوښتنه وکړه چې خپل وطن ته خو خدمت پکار دی ويل يې څه يې کوې خپل ځان چاغوه رشوت زما په زخم مالګې مه دوړوۍ ما خو اوس چور بس کړی رشوت عادي خبر ده

عبدالحفيظ مليار ويانا داتريش ښار -
بېرته شاته