(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هلمنده

آی هلمنده مست هلمنده *** پر تا ویاړمه تر ژونده ته مو نښه د ژوندون يي *** له آونۍ تر کمال بنده ته دبست کلا واکمن یي *** منډیګک سستان تر زنده ته لوي باب دسترتاریخ یی *** ته خبر د ژوند له خونده ته زمونږ دننګ شمله يي *** آي زمونږ په درد دردمنده خو هلمنده مست هلمنده نن پارچاو ده زمونږ ژرنده ستا څلور لوروته اور دئ *** ژوند وتلئ دئ له خونده سره اوتور،زورازمائیل کړي *** لار ه هر لوري ته بنده څوک چې تا څوځل مات کړي *** بیا راغلي دي بې خونده ستا بچي سره یو نه دي *** دنفاق ده جوړه کنده نوهلمنده مست هلمنده مونږه یو کړه عزتمنده په څپو شه په غوزنګ شه *** له کونړه تر غوربنده په امو اباسین غږ کړه *** چې دوښمن کړي کلا بنده پښتون پا څوه چې ویښ شي *** چغه وکړه ترمیونده د ا پیغام د خدمتګار د ئ *** هلمند وا لو ته له پنده

ناروې -
بېرته شاته