(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارمان څلی

ژوند د ارمان سره د روښانه سباوون په طمع طمع د ژوند تورې تورې شپې سبا کومه ډير په لوړو او ژورو ګرځيدلی د ښه عمر په لټون کښې سر وهلی د يخ سيورې د دمې په طمع طمع دژوند دروند پيټې مې ډير په اوږو وړی د کور غولي کښې مې ګل تصور کړی د بورا په څير ګلو نو پسې تللی د ارمان د باغ په خوب پسې وتلی د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي د سراب ابه مې ډير ځله ګوټلي د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي اوس که هر څه ځان نه مخکښې وروستو وينم د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم د بنګړو شور اورديلو نه معذور يم سره او شنه راته اوس نه ښکاري که ډير دي د رنګونو تميز نه کيږي شمکور شوم نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته نه چمن کښې نور څه خوند شته نه ګلان شته د زړګي چمن ويجاړ شو بې بهاره حس د ګل د نګهت نه لري بيزاره د ټول عمر په محنت که چا ګټلي د ځوانئ رنګين وختونه ئې بائيللي

FEROZ AFRIDI 8/03/2010 P E K H A W A R -
بېرته شاته