(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی ګل عزیز باوری دوه نظمونه

دریابو مو وطن پریښود، ټول روان دی بل وطن ته په سفر ابشارونه شر او شور کړی په درو کی،دانګی له کمرو نه پروا نه کړی د خطر *** د بندونو کانالونو په ارمان کی، په خپل وطن کی بهیدلی هره خوا به وه زرغون، رنګارنګ ګلان به ټوکیدلی بریښنا به ئی ورکولی، ټول طن به چراغان ؤ خپل ملک به پری اباد ؤ،نه پنجاب نه به سیستان ؤ *** سپیره ډاګونه به ګلزار وی،پراته دی وچی شونډی ښکته پورته د میو دانو به څه کمی وی،چمنونه او ښکلی بڼ وی هری لورته نا امیده څنګ کی تری تیریږی،مرور لکه یتیم پردی ملکو ته خدایه دغه غم پخپله باندی وخوره،دپردیو کومکونه غورځیږی هم جیبو ته کونړ دی که هلمند دی که امو دی،د تل لپاره دی روان پردی کوروته د باوری له سترګو اوښکی څاڅی، نور کتلی نه شی هریرود ته

نظم

توره په لاس ملا ئی تړلی،ازادوی نن د بابا وطن دوئ خاپوړی پکی کړی،دا به نه شی د بل چا وطن یرغلګر به ماتی کاندی،دی ته وائی د افغان وطن *** دلته جګړی دی ډیری تیری شوی ***تاریخ شاهد دی زمونږ ندی هیری شوی راغلی که چنګیز هم انګریز ؤ***ژوندیو تیښته کړی مړی پاتی شوی اوسیږی زمریان په جګو غرو کی***دی د احمدشاه او میرویس خان وطن یرغلګر به ماتی کاندی،دی ته وائی د افغان وطن *** ګیدړ ئی بولم چی میلی پکی کولی***پردی ئی کور کی دی بهر ته ترینه تللی ټاټوبی سوزی په لمبو کی***افغان کله له دشمنه تښتیدلی په کومو سترګو به بیا وائی*** دا می د دادا وطن یرغلګر به ماتی کاندی،دی ته وائی د افغان وطن *** په وطن مین ځلمیان جنګیږی په سنګر کی***کله فکر د کفن کوی له دشمنه طرف ورک په نوم د سولی***عذرونه له لندن کوی ګوډاګیانو ته زړه ډک د باوری دی***چی غلیم له اړخه خلاص شی د ابا وطن یرغلګر به ماتی کاندی،دی ته وائی د افغان وطن

Gulaziz Bawari, Münster -
بېرته شاته