(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یـوه سـندره د پـښــتـو د پـاره

ســیــاســتونـــه کــه زمـــونـــږ تــجــارتــونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه کــه مو پــه سر ســواره د ژونـد مصلحتــونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه پــه دی لــکــهــونـــو پـــــــښــــتــنــو کـــې ربــــــه یـــوغـــمــخـــور هــم د پــښـــتــو پــاتــی نــه شـــو پــه دومــره لــویـــه پـــښــتـونــخــوا کـــې بــخـــتـه هــیـڅــوک د دی ژبــــې مــــیــــراثـــی نــــه شــــو کـه مــو خــرڅ کـړی د خــوبــونــو تعبیرونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه لاس تــــه زمــــونــــږ اقــــتــــدارونــــــه راشـــــی خــو چــې پــښــتــو تـــه شـــی اخـــتـیـار نــه لـــرو زمـــونــــږ خــپــــولــــه مــــنــزلــــونـــــه راشـــی بــیـا پــــه دی خــــپــلــه ژبـــــه کــار نـــــه لـــــرو کــه راتــه زده د پـــردو ژبــو ســبــقــونــه نـــه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه پــــښــــتــو پـــــر دو غــــــلامــــه کــــــړی نـــه ده غــــــلامــــه ده خــــــو د پــــــــښـــتــون د لاســـــه دا ژبــــه بــــــل بــــــد نـــــامــــه کـــــــړی نــــه ده کـه پــښــتـون وئــیـلـی په پردی ژبه بانګـونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه پــــښــتــو ســـکـــول نــه لــری اســــتــاد نــه لــری پـــښـــتـون دعـــوئ کــــوی چــــې قــــام یــمــه زه پـــه ژبــــه ګــــونــــګ دی هــــیــڅ اواز نــه لــری نــه وائـــی دا چــــې ګـــــیــر پـــــه دام یــــــمــه زه کـه پـخـپـل لاس پریکړی مونږ خپل وزرونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه مـــونـــږ د پـــښــتــون ســر کــې پــښــتـو اوکــــرو د وئی پــری ســـیلاب د ســـمــند ر راپــــریــــږدی کـــه چـــــیــــر تــه ډکــې نــیـــم دا نـــه اونــیــــسی دوی پـــری لـــــوګــری د ډالــــر راپــــــریـــــږدی کــه دا کــانــی نــه وی کــه دغــسـی کارونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه پــښــتــنـوســـتــاســو چــې نــامــه اخــــلــی څــوک وايــئ زمــونــږ بـــه د اخـــــتــیــا ر څـــه کــــوئ؟ چـې تــاســو یــاد کــړی یــو تــپــوس تــری کـــوئ چــې د پـــــښـــتــو ســــره بــــه لار څــــه کــــوئ؟ که بی جوابه مو د مرګ او ژوند ســوالــونـه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه چــې پــــه څــلــور پــنـځــــوس کــلــونــو کـې هــم مــونـــــږه پــــښــــتــو د مــــــدرســی نـــه کــړلـــه د اقـــتـــدار پـــــه ايــــــوانـــــــو کــــې هــــم خـــپــلــه څــــیــره مــــو د پــــیــسی نــــه کــــړلــه زمــونــږ پــه فــکــر که خـتــلی نور رنګونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه پــښـــتـو له نــوری دهــــوکــی نـــوری غــــوپــــی پـــــــه بــــــی دردئ د ورکـــــــولـــــــو نـــــــه دی داغـــــــولـــــو نـــکـــــی ډوبــــو نــکـــی چــــپـــی بــاقـــــی پـــــه ویـــــښــه د شــــمــیــرلــونـــــه دی کــه دا چــپــی کــه دا شــمــیــرل که سیندونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه کــــه د پــــــښــــــتــو د پــــاره کــــار نــــه کــــوی چــې ســیــاســت ئــې څـــه دی کــار ئــې څــه دی پــښــتــنـو بــس دی یــــو تــــپــوس تــری اوکـــړئ چـــې پــښـتـو نــه غــواړی روزګــار ئـــې څــه دی که خــیـال مــو وی پــکــې شـکــونه ګمانونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه څـــو چـــې وجـــــدان جــــرس او نـــه ټـــنـګــــوی دشــــت تــه د ژونــــد لـــــیــــونـــی نـــه راؤځــــی څو چــې ایــمــان زنــځـــیـــر له شـړنـګ ورنکړی پـــــه کــومـــــه لار بــــه قـــــــافــــــلـــه راؤځــــی زمونږ خـیالــونه که او پـره او پـره خیالــونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه مــــونـــږ وګــــی تــــږی، وګــــی تـــږی ښــه یـــو خــو ژبــه غــواړو چــې ســـیــالــی پــری اوکـــړو مـــونــږ د هــــنـر د کــــور نــــران ځــلــمــی یــــو چـې ژبــه شــتـه کــړو خــوشـحالــی پــری اوکــړو مــونږ که بایـئـلـلـی د خـپل فـکــر هــنــرونه نه وی اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

-
بېرته شاته