(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دانقلابي نظم پلار اجمل خټک بابا ته

نن دکونړ له لوړو غرونونه فریاد راخیژي له اباسینه کوکي خیژي دچایاد راخیژي دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خیبر ژاړي نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي *** نن اکوړه کی خلک ټول دي نن شملې ژاړي ځلمیان ژړیږي پیغلې ژاړي لوپټې ژاړي نن له پامیره تر سپین غره یو لوږئ پورته دئ نن په بولدک او پیښور کې پښتنئ ژاړي نن ګلغنډۍ کی غاټول مړاوي دي خپه خپه دي نن هندوکش کی ماتم جوړدئ سترګې سرې ژاړي نن دپښتو آدب مورچل ژاړي سنګر ژاړي نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي *** نن دپښتو انقلابي نطم یتیم پاتی شو دآزادۍ سالار تری ځي دده غلیم پاتی شو دغیرت چغه او دژوند کیسه نیمګړی شوله بس خالي نوم یی بی قدرانو ته سلیم پاتی شو نن یی دیره نن یی حجره کی شاعران نه شته دئ د آزادۍ ملي سرود ورځیني نیم پاتی شو هغه پاګل ملنګ خټک ته پیښور ژاړي نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي *** څوک به پوره کړي دبابا دغه نیمګړئ ارمان څوک به راویښ کړي دا ویده په خوب کی ستړئ افغان څوک به باتور کچکول په غاړه دوخت چغه جوړشي څوک به ګلونه تکلونه ګل پر هر کړي بیان څوک به بیا سرې غنچې راجمع، افغان ننګ ولیکي څوک به حالت دمزدورانو او بزګر کړي عیان څوک به ددې وطن په غم شپه تر سهر ژاړي نن دخټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي *** هغه له زوکړې نه تر مرګه درڼا پسې تلو ځان ته یی هیڅ شئ په کار نه ؤ ما او تا پسې تلو هغه زنځیر دغلامۍ غاړه کې نه منلو هغه دوخت داستعمار جیل له سبا پسې تلو هغه دپلار دویشل شوي کور یووالئ غوښته هغه په نره او ښکاره دخپل بابا پسې تلو دخپلواکۍ په مینه مست ټول سراسر ژاړي نن دخټک بابا په غم کې لر اوبر ژاړي *** هغه دسولې روغې جوړې او جرګو مشعل ؤ هغه اجمل دخوشالو او مرکو اجمل ؤ هغه دسوات وزیرستان دجګړو ضد ولاړ ؤ په ملکنډ او لوی خیبر کی برخلاف دچل ؤ هغه دلوی افغان په کور کی جګړه نه غوښتله هغه ترژونده خیرغوښتونکئ تل دسولې مل ؤ ځکه یی نن وجنازی ته فن هنر ژاړي نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي *** نن اروپا او امریکا کی دوعاګانی وشوې غیابي لمونځونه جنازې او ژړاګانې وشوې ټولو وعدې وکړې چی لاره به یی مخکی بیاوو په ویاړ اوفخر یی لیکنې املا ګانی وشوی نن مساپرو هم بابا ته ځان حاضرګڼلو ډیر له اخلاصه په هر کورکی حلواګانی وشوی خوار خدمتګار یي په ناروی کی رو ګودر ژاړي نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړ *** نن دکونړ له لوړو غرونونه فریادراخیژي له اباسینه کوکي خیژي دچا یاد راخیژي له تاتري اوښکی راڅاڅي نن خیبر ژاړي نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي

کلاکرویک ناروی ۲۰۱۰ .۰۲.۰۸ /2010-02 .08 -
بېرته شاته