(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدمتګار د پښتنو وه کبیر ستوری

د کـــــنړ د جــــــــګــــــــو غــــــــرو نه راوتــلی کـــبـــیــر ســـــتـــوری مونــږه ټــولو ته منلی زیــــــږدلــــــی وه قـــــــــــــــریــــه کـی د تـنـر خـــدای ورکــــړی وه پښـــتــونواله کـی هنر د خـــــــــوشــــــال بــابــا پــه لاره دی روان وه ســـر او مـــال یی پښـــتنو ځــینی قـربـان وه پـه سیاست کـی یـی الـــهـــــام د بـاچــا خان پـه ادب کــــــی د اجـــــــــــمــل به پـلـــه روان سیاست پــوه وه هـــم ادیب او هـــم لــیکوال د پـښـــتو ژبـی عــــاشـــــق وه هـــم لـــیـــوال لاره یـی پـښــتو وه پښتونواله یی قانون وه په ټــول ژوند کـی د پښــتو لیلا مجنون وه هــــر پـښــتون ته یــی جـــــنـتی کـوه خـطاب د قـــیامــت په ورځ تــری نکــــیږی حـساب خــدمـتـګار د پــښـتـــنو وه کــبیر سـتوری وه روښـان د پښــتنـو پـری هـــر یـو لـــوری د سـیاسی ګــــوند مـشــری یـی هـــم کــوله په نامــه د پــښــــتون خــوا چـــی یـادیــدله پښـــتون زړه یی پـښــتنو د مـینی کــور وه په سینه کی یی د پښتو د مــینی شـــور وه قــــــــــوی پل د پښـــــــتنو د لــــر او بــــــر وه غــــــیرتی وه مـــیــړنی د هـــــر سنــــګــــر وه د ژوند کـــړنه یی لاندی بیت نه معلومیــږی پښـــتنو باندی پتنګ غوندی ســــوځیــږی کـــــه زمــا ســــتور ی په قـــــبر کلـــه راغلــی په پښــتو راته دعــا کـــــــړه پـــری مـیـن یـــم

Engineer Matiullah Raofi
-
بېرته شاته