(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي شاعراروا ښاد غمخورصيب ته

غمخوره ولاړي د وطن غمونه چاته پريږدي د بيوزلانو دزړګې دردونه چاته پريږدې تا په شعرونو کي د خپل وطن يادونه کول تا د مظلوم ولس د اوښکو فريا دو نه کول دا غم لړلي افغاني سو چو نه چا ته پريږدي غمخوره ولاړي د وطن غمونه چاته پريږدي ته د بلبل غوندي ګويان وي هر سهار غمخوره هره لحظه وي هر افغان ته په چيغارغمخوره ولي خاموش يي؟ وطني فکرونه چا ته پريږدي غمخوره ولاړي د وطن غمونه چا ته پريږدي ملي شاعره ستا شعرونو افغا نا ن پا څو ل دا ستا په چغو تا د لويو غرو زمريا ن پاڅول دا خپري شوي زمزمي شعرونه چا ته پريږدي غمخوره ولاړي د وطن غمونه چا ته پريږدي اي د غريبو يتيما نو ثنا خوان شا عر ه تا ته وو ګران ددي هيواد دا هر افغان شا عره دا کونډي رنډي خويندي ميندي ورونه چاته پريږدي غمخوره ولاړي د وطن غمو نه چا ته پريږدي د ځنکدن هره لمحه کي دې وطن يا د ا وه تا په وړو وړو سلګو کي خپل ميهن يا دا وه د ار مانونو ځني ډک خيا لونه چا ته پريږدي غمخوره ولاړد وطن غمونه چا ته پريږدي بيما ر دي پريښوده يواځي د شعرو نو سره ځا نته جنګيږي د ظا لمو د ظلمو نو سر ه د شا عرانو ملګر تيا دودو نه چا ته پريږدي غمخوره ولاړي د وطن غمو نه چا ته پريږدي

کاظم بيمار ننګرهاري دکابل پوهنتون استاد -
بېرته شاته