(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مرحوم استادرسول امين په ياد

د وطن مينه لکه وينه په هر رگ کې گرځي عجيب جانان دى له جانان بېليدل نه پېژني نوم وي ژوندى تل د هغوى چې د هېواد په خاطر د مرگ تر پولې پورې ځي ستنيدل نه پېژني *** د مرحوم استاد رسول امين په ياد نن د مرحوم "امين" د ژوند څو خاطرې يادوم څه د وطن، څه د هجرت، ورځې او شپې يادوم د چلستون دبڼ تر څنگ د کابل جان په زړه کې ځاى د دمې د "امين" کور هغه شېبې يادوم روان په منډه دي يو بل پسې د شمار کلونه لکه په سر وهي ساحل د کونړ سيند موجونه د چا د غاړې په اميد شول په ميرو کې خاورې ورژېدل کونړ دره کې د پېکو گلونه له ياده نه ځي په زړه ليک لکه د کاڼي کرښه د پېښور بې خونده ژوند او د هجرت کلونه لکه په اور سړى نينې شي سپلنيو په شان جدا له خپل ملکه سوځېږي د بدن هډونه وروستۍ شېبې دې امريکا کې له مونږ دريغ نه کړې د سبا ستورى شوې ښکاره پاس په اسمان استاده! لکه د لمر دې بې احسانه وړانگې وشيندلې مونږ دې هم ښاد په خپل ديدن کړو مهربان استاده! افغانستان کې دې بل کړى و مشعل د عرفان په پوخ قلم دې ملگرتيا وه له ښوونې سره تېر دې شو ژوند د افعانانو ارتقا لپاره په نېک روش دې ډېر ملگري کړل پوهنې سره منصف ساقي ويش د ترخو پيالو په يو لاس کوي وار د مرگي کور کې د رند هم د زاهد راځي وخت د گيلې لکه زما په شان غريب ته نه شته قصر د شاه ته هم د دې انصاف قاصد راځي خپل او پردو سره احساس شو د ناڅاپه غم لندې په اوښکو شوې هر ځاى کې د دوستانو سترگې د اسمايي په سر شو خپور د خواشينۍ څادر سرې له حسرت شوې گوډ په گوډ د افغانانو سترگې درسره پاتې شو په زړه کې د کلونو ارمان وطن کې ختمې ستا په ژوند نه شوې د غم ورځې وختونه تېر شول مشره! ته هم د بخښنې شولې خداى دې په ژوند د ژوندو بس کړي د ماتم ورځې په هديره د مور او پلار کې تدفين بخت گڼمه مرحوم امينه! مبارک دې شه سپېڅلې خاوره زه متين کړمه تل دعا ستا مغفرت لپاره ښکلې روضه دې د جنت شه دغه ښکلې خاوره­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­

نومبر -­ ١٩ -­ ٢٠٠٩ منټيکا ­ - ­ کليفورنيا -
بېرته شاته