(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

هیلې مي له دردسره پخلاسوې په یـــــــــــــــوه یـــــــــــــوه اوښکې مي له سترګوراجلا سوې په یــــــــــــوه یــــــوه ما چي به ستا نوم پرې اخیستۍ هغه دخیـــــــال تسپې پرې سوې بې طالبه بې ملاسوې په یـــــــــــوه یـــــــــــــوه هغه پخوانۍ توري او زغرې زموږ دپلارنیــــــــــــــــکه چیري دي چایووړې ټولي غلاسوې په یــــــــوه یــــــــوه څومره پښتنې په پردي جنګ کي کونډي بوري سوې مینزي سوې بې ستره بې کلاسوې په یــــــــوه یــــــــــوه بخته! زموږ دامن ښایستــــــــــــــــــــه اوتاریخي سیمې څنګه دسرووينوکربلاسوې په يـــــــــــــــــوه يــــــــــــــــــوه

شاعر: داؤد بخت مندوخېل رالېږونکئ: رفيع الله مندوخېل [email protected] -
بېرته شاته