(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ته وی پـل د لر اوبرو پښتنو

هــــر پـښتون د پـیښور کـه د کـابـل ؤ ارواښاده هم دی ځان هم دی ګوګل ؤ

خـدایـه دا سـتوری د پښتو د نـام او نـنګ وبخښی چی پـری مـــیـن ؤ، د پښـتــو دغــه ملـنګ وبخښی
سـتوری د حــورو سـره خــبـری پـه پـښـتو خــو کوی چی نر پښتون ؤ، د پښـتـنو د زړونـو زنګ وبخښی
او چی په پښـتـو او پښــتـونــوالـه ؤ د زړه نه مـېــــن مونږ ته مالوم ؤ، د خوشال د توری شرنګ وبخښی
سـتوری ژونـدون په پښتونـــواله باندی تل ورکړی‎ د میرویس خان او احمد خان د زړو پتنګ وبخښی

ته وی پل د لراوبرو پښتنو

کبیر سـتوری پــــیـداشــــــوی کـــونــړو کی رالوی شوی د کــونــړ ښـکلــــو ورشـــو کی کبیر سـتوری ؤ ســــبـا د جـــګــــو غــــرونـــو د ســـــــیاســت او د ادب پـه پـــښـتـــنـو کی سـتا یـــادونــه بــه ژونــــدی وی تـل تــرتـلــه ته ژونــــدی ئی تــل تـــر تـلــه خــــاطــــروکی سـتا ســــیــــــنــــه وه دمــــــــه ځــــی د پـښتـنو نه هــــیــریـږی تـل اوســیـږی ئـی په زړوکی د عـــــــمـــــل او د مــــیــدان یـــو زمــــــری وی تل یـادیــــږی پـــدی نــــوم پـه افــســانــو کی په ظـاهـــره چــی په خـــولـه وی او خـامــوشـه په باطـن کـی ګــــرځـــیـدی پـه طــوفـانــو کی په خــپــل قـــام او په تـاریـخ بـاندی مـین وی مشــــــــهــــور وی ځــــکــه ځــــکــه ولــســـو کی صـداقــت او ســپـیـڅـلــتـیـا کـی دی یو نوم ؤ ځکه نوم دی دی د درست عالم په خولو کی مــــبــارز او خــــدمــت ګـــــــــــار د پـښـتـنـو وی هـم شاعـر او هـم لــیکـوال وی په پـښـتـو کی تــه وی پـــــــــــــــــل د لــــــــــر اوبـــــــــرو پـښـتـنـو ؤ قـــامــی وحـــدت دی تــــل په ارمــانــو کی کــــــور او کلـــی دی غــــــوښــتـــــــه د پـښـتـنـو هـــم غــوښــتـلـه دی پښـتو ټـولـو حـجـرو کی
Engineer Matiullah Raofi
Ta wee Pul de laro au baro Pakhtano -
بېرته شاته