(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوهم واده

که راته وبخښې ټول ستوري د لمروپه شانې او اوبه راکړې د سپوږمۍ د چینو جامې مې جوړې د حریر او شبنم شونډو ته رنګ د مرجان د سترګو تور مې وي د یو زرو شپو لاس ته باهو د هالی شور د ګنګرو د جنتي سندرو مخ ته رڼا د نور د غره ځېنې د غاړې هار مې د بوډۍ د ټاله د غوږ لښتۍ مې مې د پروین او د زهرې د څوکو که راته وبخښې عدن د غلمانو سره تندي ته جام د کوثري پیالو بستر مې جوړ وي د فردوس د اوه رنګه وریښم تکتک د خوب او د نرمۍ د ښاره بالښت د ناز او لطافته ځېنې پالنګ مې وي د سرو یاقوتو خرمن د خونې چت مې سکندر د ايئنو تصویر پر دی د وړانګو او څپو کلمې که راته وبخښې محل د تاج محلو نه جوړ د فوارو د تن یې سپېنې چېنې د آلماسي ځلونو ګلان د مېنې طراوت سمبول د ونو پاڼې زمردې خوبونه لارې پل لارې یې د سرو او سپینو چمن،چمن واښه یې ښکلي د جانان د خیاله هسک،هسک برجونه یې د جنت منارې آسمان ټټر یې لاجوردي کانونه زه به دې ټولوباندې څه وکړمه؟ زه به دې ټولته تفسیر څنګه شم؟ ددغه ټولو دبلوغ حسن به څوک وستايي زما د هستۍ زما د ښایست بها به څوک وټاکي؟ زما خاوند،زما مېړه،زما تفسیر د حسن بیګاه د بل چا په پالنګ ختلی وماته نه راګوري ځکه هغه دوهم واده کړی دی

میرمن پروین ملال،د پښتو د معاصرې شاعرۍيوه پېژندل شوې څېره ده . د پښتنو ښځمنو شاعرانو په کتار کې د هغې شاعري ړ ځانګړي مقام لرونکې ده.. -
بېرته شاته