(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه غړي یوځان

پيښور او کابل دوه غړي د ځان دي پوزه سترګې په ښایسته مخ د جانان دي دا په یو بدن کې وینه ده چلیږي شارګونه يي خیبر په لا ر روان دي دا زمونږ دبابا کور او دايي ګوردئ داچې ټول يوځای اوسیږي افغانان دي دپښتو او پښتنوالي مانا یوه ده پښتانه يي دډګر پالوانان دي مونږ خبر نه یو له ځانه ډیر افسوس دئ چې کورونه مودچا له لاسه وران دي په تاریخ او جغرافیه کې حد مالوم دئ هم مالوم زمونږ نړۍ ته اتلان دي په ډانګیو نه بیلیږي خدمتګاره ډک سیندونه داوبو چې راروان دي

Dwaa Gharry By: Mohammad Yousaf Khedmatgar Mozdoorzoy Norway -
بېرته شاته