(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې باچاخان خان غفارخان ته

د ننګونو قهرمانه دپښتون د زړه ارمانه نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخانه **** شملورپښتانه نن بياستاژوندون لره ارمان کړي ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي ته دسولې په ارمان وی قرباني شوې دوختونو زولنۍ د شرنګولي بنديوان دزندانونو **** ازادي ته يو ناره وې ارماني لاړی جها نه نړيوال هم پرتا وياړي اې دسولې باچاخانه **** ته دپوهی رڼا يي وې دژوندون په حرکت کې ته دسرو زرونه پورته با لاتر په هرقيمت کې ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې ته اوبه دجنګ لمبوته ديوسولې سترقوت کې ***** ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچا خانه **** عيسی رابه شي دونيا يوژوندبه درکړي تاته مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته چې پښتون يم مسلمان يم په جاروايم هرچاته سوله غواړم په نړۍ کې يم طوفان دجنګ بلاته ***** ته دسولې بل ډيوه وې اې دمينې قهرمانه نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخانه ***** زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم دونياوال ته سوله غواړم نن کيسي ستادپرون کړم لروبرو پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته ارواح ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم ***** سرراپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه ارمانه نړيوال هم پر تا وياړي اې د سولې باچاخانه

de suli bacha khan khan ghfar khan ta By: Mrs. Zarlakht Hafiz -
بېرته شاته