(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داخترډالۍ

زما خيالونو کې ميشته پښتنو زما په سترګو کې ليمه پښتنو زه د اختر مبارکي وايمه په ټول جهان خواره واره پښتنو دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته دژوند ډګر کې ازموده پښتنو دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو زما لاسونه ددوعا نه ډک دي د(زرلښت )سترګو کې ليمه پښتنو خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته سوله دې راشي په هر لور تاسي ته دپښتنو خويندو دعا ده اختر دمسافر زړه تمنا ده اختر

-
بېرته شاته