(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوس ئې خپله وایه

چا تـه د اوښـکـو د لــېــمو اختــر دی چـا تـه د ژونـد د پـســرلـو اخـتـــر دی څـوک لا خـیــرنـې جـامـې تن کې ګرځۍ د چـا جـــب ډک لا د پـیـسـو اختـر دی د یـــتــمـــانـو دی شـــلـیــدلــی ګریوان د مـړو خــلـکــو د مـیــلـو اخــــــتــــر دی څـوک هدیـرو کې لا خپل مـړې ښـخـۍ د چــا د وصـل پـلوشـو اخـــــتـــر دی د چـا خیالـونـه په غربـت کـې ډوب دي د چـــا دولــت تل پـه راتــلــو اختـر دی د چـــا بــیــدار ذهـــنـونــه وږې پـــراتـه د چـــــا سـبـــا هـــم د مــړو اخــتـر دی ښـایـســتـه نــظــر ړنده آيــنــه کـې ګـورې وائــې زمـــونـــږه د ورشـو اخـتـــر دی غـمـونـه ځــان زمــونـږ اولـس کې سـاتـې د نــورو خـــلـکــو پـه زړګــو اخـتـر دی قـسـمــت بـه کـله د پـــښتـون وېــښیــږی زمـــــونـــږ پــه کـلی د پــردو اختــر دی اخـــتیـار په خپـلـه خـاوره نـه لرو مــونــږ وایـــو بــیـا هـم د پــښـتـنــو اخـتـر دی خـدایه پښتــون په یو مرکـز راغونډ کړی چې بـیا ټول غږ کـړو پر پښتو اختر دی نـسـیمه سـتـوریـه اوس ئـې خـپـله وایه دا کـه د غم که خوشـحـالـو اخـتـر دی

دلته ئې اوریدلی شې youtube.com/watch?v=ADEJ6L6F3zA -
بېرته شاته