(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

کلي او کوڅې له خوبه اوباسي جنګ چې سترګې سرې له خوبه اوباسي ستا ټوپک دې ستا په لاس کې وچوي پېغلې پښتنې له خوبه اوباسي څه دستا غمونه ، یادګارونه شي څه مې وسواسې له خوبه اوباسي ورځ یې په وعدو راباندې تېره کړه بیا به مې د شپې له خوبه اوباسی دا تنکی زلمی او دا تنکۍ مینه پرېږده چې ډېوې له خوبه اوباسي

-
بېرته شاته