(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

ژباړه دښاغلی فیروز اپریدی

نو بيا دلته د ځنګل قانون نافذ کړه دځنګل هم خپل قانون دی که پوهيږې چې زمري په خيټه موړ وي حمله نه کړي د اوبو د پاسه څانګه کښې د ونې د مرغئ په جاله نه کړي مهيان بلوڅه د مرغئ بچوړي خپل همسايه ګان کړي په سيلئ کښې چې د ونې خا خ خوزيږي مينا خپله جاله پريږدي زر په منډا د کارغه هګئ نه خپل وزر ارتاو کړي چې د جالې نه بيا لاندې ګزار نه شي که د جالې د مرغئ بچې غورځيږي ټول ځنګل ورسره ويخ شي او چيغيږي که درياب کښې طغيناني راشي غړمبيږي په يوه تخته بيزه زمرې اودريږي لويه خدايه ذولجلاله پاکه ربه دا زمونږ په ښاريو کوم يو قانون دی؟ که انسان په خپل قانون باندې تلې نه شي نو بيا دلته د ځنګل قانون نافذ کړه Nazam Poet:Zuhra niggah Translated By: Mr. Feroz Afridi feroz afridi

-
بېرته شاته