(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وران محل

نه اشر شته، نه دې درمن خو غوبل درنه هم جوړ دی پېـښـوره د زړه سره مړاوی ګل درنه هم جوړ دی چې قاتـل د ښکلاګانو په تا خپله سر زورې کړې د ادب د ښـکلا کـوره جاړ اوربل درنه هم جوړدی چې وحدت دی په بچو کې لا تر اوسه پیدا نه شو زما زړه زما ځیګره مات مورچل درنه هم جوړ دی چې په خاوره دی بې رحمه سلطنت کوي پردي دي ای د حسـن جــادوګــره خـړ ساحل درنه هم جوړدی لوی جنجال دی د ذهنونو اغـیار خپـلـه ګټـه وکړه چې قتلیږی دي بچې ،زخمې ګوګل درنه هم جوړ دی د نسیم ستوري په زړه کې لا هم سـرې لمبـې بلیږی ستا بچې چې در په در دي وران محل درنه هم جوړ دی

-
بېرته شاته