(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستورى صاحب لټوم

15.02.2007کولن ـــ جرمنى

پیاوړى ملى شخصيت ډاکتر کبير ستورى چې په کونړ ولايت کې زيږیدلى ؤ د وياړه ډک انسان ؤ . د سپڅلى ژوند خاوند ؤ . د هر وړوکى سره وړوکى او د هر ځوان سره ځوان ؤ . ده هميشه لپاره د خپل وطن په هکله فکر کولو . نوموړى يو ټولنيز او ملى شخصيت و د هر پښتون / افغان په درد دردمند ؤ . په پښتنى / افغانى ټولنه کې ما تراوسه دده په شان غمخور انسان نه دى ليدلى . د ټول پښتون ملت لپاره دده مړينه يوه ستره ضایع ده . روح دې ښاد وى . د خدايبخښلى ډاکتر ستورى په هکله مې دا لاندى څو بيتونه چې شعر نه دى خو شعر ته ورته به وى وليکل هيله مند يم چې د شعر او ادب خاوندان ما ملامت نه کړى .

ستورى پسى تللى وم « ويسلينګ » ته رسيدلى وم « کروړ » راته ويلى هــغه پخــوا لــدى ځــاى تللــى دى د شــنو درو پـــه منــځ کې ، پـه ديــرو او پـه بانــډو کـې د ټـــولــو لــر او بــــــرو پــښتــنـــو ســتــورى لــټـــوم د کــونــړ د سيند پــه غــاړه د لويــو بـيلــو پــه منــځ کــې ســـتــورى پـــسى ګــرځــمــه هـــر لـــورې لــــټـــوم د خاص کـــونــړ ورشـــو کې ، د تنر په منظرو کې زه دغــه نــومـــيالــى ســتر انــسان ســـــــتــورى لـــــټــوم راځــى چــې ســره ټـــول شــو او پـــه ګــډه دوعــا وکــړو دى پـــــاتــــى پـــښــتـــنو تـــه د ســـر ســـيـــورى لـــټــوم

-
بېرته شاته