(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فریاد

بې واکه دي موجونه څوک پښتون راوستی نه شی نــا پـوهـه رواجــونـــه څــه بــدلــون راوسـتی نــه شـې قسمت له غمه ژاړې جام نسکور د میـخـانـی شو ســبـا تــه میلمستیـا هم د پرون راوستی نه شې ګـیـلـه د وخــت پکار ده هــم فــریــاد د ملــغــلــرو ليلا په خپلو اوښکو چې مجنون راوستی نه شې د حسن شوګیری د لمر سپوږمۍ مـدار کې ګرځـی دا تیری ورځې شپې چې د ژوندون راوستی نـه شې زړښــت ئـــې ارمــانی تــاج په سـر هم د ځوانۍ دی لرغونې لیونتوب بـانــدې پــاڅــون راوستی نه شې سالـو لانـدې راګورې نسیم ستوریه څه به جوړ کړې فـریــاد د انـتـظار بــانــدې ســمـون راوستی نه شې

-
بېرته شاته