(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېونی کيږم

د عدل او انصاف دې ناګړدو ته حېرانېږم د جرم او سزا دې فلسفيانو ته بوږنېږم د وخت د مشادې نه د ګيدړ غوندې ترهېږم د ځان د ښکلو ښکلو تصويرونو نه ويرېږم د عقل په بازار کې په پېسه باندې خرڅېږم چې دا حال وي ملګرو زه به نه لېونی کېږم؟ دا مونږ پکې اخر په کوم يو جرم زنداني يو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو انسان د بارودونو په ډېري کې ورښخيږي لوګی د سوؤ غوښو د نړۍ نه چاپېريږي د امن خوروونکي ټول د لوږې نه مړۀ کيږي د بم په جوړؤنکو انعامونه تقسيميږي بې کچه بې حسي ده احساسونه برباديږي په زهرو به اخر د سړي څه تنده ماتيري په اور کې ستي څو کاله بې وسه جاپاني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو د ښو بدو تميز دی ختم شوی په دنيا کې خپل ځان پسې لټون کوو د زرو په دپړقا کې اثر چې پاتې نه شولو د هيچا په دعا کې د خپلو باباګانو نخې وګورم په چا کې اقدار په زمکه ښخ دي خو سوچونه په خلا کې يو کار هم پاتې نه شو په پرده کې په حېا کې په سترګو د هر مچا پورې رانجه سليماني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو ګرېوان د استاذ څيرې په منګول د شاګرانو سرې وينې د شاګرد دي په لمن د استاذانو پخوا به پاړوګان وو د لړمو د مارانو دم نشته په دنيا د زهرجنو انسانانو چې ګورم په پېسو پسې ناجوړه طبيبانو لګيا دي رنځوران کوي علاج د رنځورانو په څوارلس سوه کاله پسې بېرته ارماني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو عصمت د پېغلو جونو په کوڅه کوڅه نېلام شو ډوډۍ پسې لغړ ګرځي انسان څومره ناکام شو د زرو غړوندی ېې پروت په غاړه کې غلام شو پخپله باندې ښکار شولو ښکاري شولو او دام شو د خپل انسانيت په نامه څو ځله بدنام شو د مينې زېلې غوڅې شوې نفرت چاپېره عام شو ميرګي به په ځان راولو ښه سم به پېرياني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو چې شپه ورځې اخته په شواخون کې د خپل کار دي حېران به شې چې دا خلق په هر وطن کې خوار دي خوش بخته په مړه ګيډه د هضم په رفتار دي بدبخته په خېمو کې د ډوډۍ په انتظار دي رزيل کره ډېري دي انبارونه دي خروار دي اصيل او شريفان پکې د سپي د لکۍ خوار دي د خلقو دا سوچونه دومره ولې شېطاني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو چاپېره په دنيا کې د ښائېست رنګونه غواړم تر هغې په دې خداېه روزانه په در کې ژاړم انسان ېمه خو بل انسان د سپي په شانې داړم دا غوښې غوښې ژوند زه نور ليدی نه شمه لاړم د وينو د سېلاب نه مخکې خپله کډه نغاړم په مېنځ کې د ډنګرو مې خويونه خېواني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو اوتر کړمه د وخت تورې بلا وئېل پکار دي زړګی مې ډک دی نه راځي ژړا وئېل پکار دي چاپېره تور تمونو ته رڼا وئېل پکار دي دروغ په دې صدۍ کې خامخا وئېل پکار دي خو ما ته خپل ضمير وايي رښتيا وئېل پکار دي بيا خېر که په رښتياؤ کې بې کچه تاواني شو راځۍ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

د کتاب (الوت) نه -
بېرته شاته