(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زمونږ د ميني دوران تېر دی ماته داسي معلومېږي يو له بله مو رنګ هېر دی ماته داسي معلومېږي زړه مي ځکه په ګوګل کي نه مستي کړي نه نڅاکړي د زخمي مرغه په څېر دی ماته داسي معلومېږي چا چي زما او ستا له ميانه شيطانۍ کولې هغه په خپل غم کي هر يو ګېر دی ماته داسي معلومېږي ستا د کور پر لاره نه ځي ، ستا د ديد يې هوا نه سي هر سړی نن سوا سېر دی ماته داسي معلومېږي ما او تا سره خپل نه سو څه قسمت وو څه حالت وو اوس مو کړی ارمان ډېر دی ماته داسي معلومېږي بخته! کوم سړی چي خوار دی د عمل پر ميدان دلته په خبرو هغه شېر دی ماته داسي معلومېږي

Posted By: رفیع الله مندوخيل Rafiullah Mandokhail -
بېرته شاته