(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د سمېراکوچۍ پر مځکه چي زه، ته يې په زور بېل کړو جانانه يوه شپه وه څومره زمونږ په ژوند کي پهلوانه يوه شپه زه ستا په هيله ويښ وم تر اذانه يوه شپه وو ستوري د اسمان راته حيرانه يو ه شپه ما و‌ئيل درنه خفا يم دې ‌ژړل خو ما په ټوکو سلا بلا هغه کړه پرېشانه يوه شپه اسمان له نوره ‌ډک وو،چي جانان وومېلمه پاس سپوږمۍ وه ځکه ورکه له اسمانه يوه شپه هر چا ورته ساتلي امېدونه وي بلا پر لوري د سحر چي وي روانه يوه شپه چي ماته شي بيا تنده د زلمي! ستا په ديدن راځي به کله داسي مهربانه يوه شپه

Posted By: رفیع الله مندوخيل Rafiullah Mandokhail -
بېرته شاته