(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځنکدن ته می

مه می خوزوه مه می دردو سره غرض لره مه می غملړلو خاترو سره غرض لره زه هغه پتنګ يم سر تر پايه په اور سوی يم مه می بادوه مه می ايرو سره غرض لره مانه عبادت کی د وطن طرف ته مخه شی مه می د هجران کی د سجدو سره غرض لره څومره چی ګريوان می راته لوند وی بد پری نښکارم مه می تړمو اوښکو فوارو سره غرض لره ځوان زړه می زوړ شوی لکه ګل چی پاڼی پاڼی شی مه می د زاړه زړګی ا غزو سره غرض لره پريږده روح می لاړ شی ځنکدن ته می ارام پريږده مه می زنی تړه مه سلګو سره غرض لره تار د رباب اخلم د حفيظ مليار ګريوان ځينی مه می د غمجن غزل پردو سره غرض لره د اتريش د ويانا د ښار 05/09/2009

-
بېرته شاته