(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ازادۍ څلى

سر دې په اسمان لگي، منار د آزادئ ئې ته! پت د افغانانو ئې، يادگار د آزادۍ ئې ته! ته ئې د مشرق ځمکې، د غرونو د زمرو اواز ته ئې د ځنځير، او زولنو دماتېدو اواز اى د استقلال څليه! تلوار د آزادۍ ئې ته! ته ئې د غازيانو، د سرو وينو ولولو محصول ته مو د نيکونو، خويندو، ورونو د جذبو محصول اى د خپلواکۍ نښې!، اختيار د آزادئ ئې ته! ته د يرغلگرو هر يرغل ته د عبرت مثال ته ئې د ملالې، د ايوب د لوړ غيرت مثال ته ئې "اکبري" گوزار، گوزار د آزادۍ ئې ته! ته ئې له ډگر نه، د پردو د تښتېدو شاهد ته د اجنبيانو د پرهر د شړېدو شاهد ته ئې د بريا نشان، اقرار د آزادۍ ئې ته! ته ئې د "امان" د فولادي عزم او پت نشان ته ئې د غازيانو، سرښندنې د غيرت نشان ننگ د ايشيا ئې، افتخار د آزادۍ ئې ته! سترگې د غليم به، تل ړندېږي ستا خنجر باندې لمر د خپلواکۍ به، تل ځلېږي ستا په سر باندې پاى لري هر يو خزان، بهار د آزادۍ ئې ته! تل به دې سر لوړ ساتي، ستا واړه اصيل بچيان څوک چې ځان افغان بولي، او وايي ځان ته يو افغان اى د آزادئ څليه!، تلوار د آزادۍ ئې ته! ته ئې د وحدت نښه، هېواد د افغانانو کې را به شي هماغه وخت، په کور د خپلواکانو کې دا ده د متين ارزو، وقار د آزادۍ ئې ته

-
بېرته شاته