(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بيټ نيکۀ دعا

بيټ نيکه چي د بيټني او بټن په نومونو هم ياد سوئ دئ د ٣� � او ٤� � هجري پېړيو تر منځ ژوند کړئ دئ . ده دوه وروڼه درلودل چي يو يې سړبن او بل يې غرغښت نومېدئ . سربېره پر دې چي د پښتنو د مشهورو نيکه ګانو څخه وو د پښتو ژبي يو پوخ شاعر هم وو او له سوزه ډک شعرونه يې ويلي دي . وايي چي شيخ بيټني سپين ږيری سو نو خدای ( ج ) په يې ستايه او دا دعا به يې کوله چي : زما په کهول ، او د سړبن او غرغښت په کهول کښي برکت کښېږده . بادار د ده درخواست قبول کړ او د پښتونخوا مځکه د دوی په کهول ډکه سوه . داسي نقل کيږي چي بيټ نيکه به د شپې به کسي په غره کي به ګرځېده ، تل به يې دا سندري لوستلې :

لويه خدايه لويه خدايه ستا په مينه په هر ځايه غر ولاړ دی درناوي کې ټوله ژوې په زارۍ کې دلته دي د غرو لمنې زمونږ کبردې پکې پلنې دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه دلته لږ زمونږ اوربل دی ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی مينه ستا کې مونږ مېشتۀ يو بل د چا په ملۀ تلۀ نه يو هسک او مزکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده دا پالنه ستا د ه خدايه لويه خدايه لويه خدايه

-
بېرته شاته