(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

و يو سړي په اجاره، يو يو ګودر اونيوؤ تندر هم پرېوت هم ېې نمر د مازيګر اونيوؤ دا د مماڼې اؤ که نۀ د سور ازغي بوټی وؤ چې ېې له تانه لوپټه مانه څادر اونيوؤ دا دکوټونو ښاپېرک په سحر چا پوهـ کړه چې چا کابل اونيوۀ چا رانه خېبر اونيوؤ لويو په لوېې اسلام آباد کې تصويرونه ويستل چې وؤ واړۀ هغوۍ وړوکی پېښور اونيوؤ چې وخت وۀ نه دې منل ناز دې په خپل سر کړی وؤ چې سر دې باېلو ، تا په دواړه لاسه سر اونيوؤ ساېله مونږ خپلو خالي لاسو ته ډير اوکتل مونږه په لاسو کې د ډېره درده سر اونيوؤ

-
بېرته شاته