(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی سمیع الدین افغانی په زړه پوری څو شعرونه

څار وان دغه څوک دی چې څاروان دی رهنما مو د کاروان دی دا مو خپل که اجنبی دی که مو خپلو کې پردی دی دوی کې لویه ځان ځاني ده راته ښکارې بې ایماني ده دي بې لارې ټول منزلونه تورې شپې دي ګړنګونه په بې لارو ، لارو سر دی د کاروانه بې خبر دی هر یو ځان ، ځانله غره دی که څاروان دی که ساده دی دی کاروان کې انسانان دي څوک سپینږیري دي ځوانان دي هم تور سرې ، ماشومان دي څوک تنکي تنکي ځوانان دي دوي کې مینه ده وروري ده پاک احساس ، مسلماني ده دوي په تمه د ژوندون دي په امید د سباوون دي ای ددې کاروان څاروانه لږ خبر شه د کاروانه ستا غفلت کې نابودي ده ستا همت کې زندګي ده لږ دمه شه ای مغروره ځان فارغ کړه له غروره دلته زړونه په لمبو دي امیدونه په سلګو دي په صحیح لار مو روان کړه ته مو سیال ددې جهان کړه افغاني احساس اشنا کړه دی تیارو نه جوړ سبا کړه ٭٭٭٭٭ سمیع الدین افغانی ٩ - ٥ -٢� � ٩ جرمنی څه وشول ؟ زمـــــوږ کلي او ګلزار بانــــدې څــــــه وشــول په سپرلیـــــو ، نوبهـــــــــار باندې څـه وشول بوراګان د بــاغ پــــه لـــــــــوري نـــه رادرومي په دې خوارغریب ملیـــــار باندې څه وشول چې د خیـــاله یې رخســـــار په اوربل پټ وه په هغه ښـــــکلي نـــــګار باندې څــــــه وشول نه ادم شتــــــه ، نه رباب ، نه هغـــــه مینـــــه د فرهــــــــــاد د زړه قرار بانـــــدې څـــــه وشول دلته هرڅــــــــه دي وران شـوي ویجــــــاړیږي زموږ کلي زموږ ښــــــــار باندې څــــــه وشول دغه څوک دی چې په خپلوکې یې وران کړو ولســــــــونو او اعتبار باندې څـــــــــه وشــول داڅــــــــــــــــه وشـول څـــــه به کیږي نه پوهیږو زموږ د خلکـــــــــو په وقـــار باندې څه وشول د ظا لمـــــــــــــو او بې رحمـــــــــــو زور چلیږي افغاني! زموږ روزګار باندې څـــــــه وشول ٭٭٭٭٭ سمیع الدین افغانی ١٩ - ٥ - ٢� � ٩ مهاجرت بنجاره ماما نور شیان یی ډیر دی دا پایزیب ی څومره ښکلی دی موری بنجاره ماما راغلی دی مورنه پیسی غواړی چه پایزیب ی ډیرخوښیږی رنګ رنګ سیخکونه په اوربل یی هوسیږی عطر شام پاریس ی په دماغ ډیر ښه لګیږی نقدی پیسی نه وی ماما پور په ځان منلی دی موری بنجاره ماما راغلی دی اخلی دنداسه چه دنداسه ی ډیر خوښیږی سری شونډی چه ګرځی نو اشنا ی خوشحالیږی توری توری سترګی په کجلو ښه ښکاریږی سرو زرو چارګل ماما په برجب کی ساتلی دی موری بنجاره ماما راغلی دی ځان چه ی سینګار کړه بیانو ځی نو دګدر په لور موری د همزولو سره نن دمازدیګر په لور ډیر به شی خوشحاله چه د یار شی دنظر په لور اچوی ټکریی چه افغانی کلتور یی ښکلی دی موری بنجاره ماما راغلی دی ٭٭٭٭٭ ۱ بنجاره یا قوال هغه پلورونکی دی چه پنډ په شاه له ځانه سره تار ستن سرخی سفیده رانجه او نو ضروری شیان کلی په کلی ګرځوی۰ سمیع الدین افغانی کال ۱۹۹۷ مهاجرت د غم څپې په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرې شــــوې څـــــه عجیبه شانتې صـــــحنې تېرې شوې د زړه ګوګل ته مــــــو لاس ویـــــوړو رقیب د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرې شـــــوې د ژوند مفهـــــــــوم زموږ بې رنـــــګه شولو د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرې شــــــــــوې هـــــــــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــــد ټولې نیمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرې شوې راځئ ترې واخـــــــــــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد داسې په مــوږه چې تیارې تېرې شـــــوې پدغـــــــــــه ژوندکې اعتبار کلـــــــــه شتـــــه د خود غرضـــــــو ناکردې تېرې شـــــــــــــوې د ژوندون په پا ی کې مــایوسي څه پکار د ښه عمل ښې خــــــــــــاطرې تېرې شــــــوې دلته دا څوک دی چې مغروره ښــــــــکاري فــــاني دنیا شیبې ، شیبې تېرې شـــــــــوې افغاني! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرې شـــــــــوې ٭٭٭٭٭ سمیع الدین افغانی ٨ - ٥ - ٢� � ٩ مهاجرت نیک عمل دنیا د نیک عمل ده بدان رټلی دی چاچه راستی کړی ده رب ته منلی دی دنیا دنیک عمل ده بدی په کار نده دا بد عمل چه پری ځی دا سمه لیار نده پرهیز ګاران د دنیا پاک او سپیڅلی دی چاچه راستی کړی ده رب ته منلی دی د دنیایی کار او ژوند هسی روان دی نا چه څوک پری نپوهیږی غافل د ځان دی نا د خدای رښتنی مخلوق پری پوهیدلی دی چاچه راستی کړی ده رب ته منلی دی ته سزاواریی ربه د عبادت مدام که مو نصیب شی چیری ستا مرحمت مدام شیطان رټلی ګنو تا فرمایلی دی چاچه راستی کړی ده رب ته منلی دی لاس په دعا یو ربه ته مو سبحان یی ته مو پوره کړی حاجت ته نګهبان یی افغانی ستا په لار کی هر څه ستایلی دی چاچه راستی کړی ده رب ته منلی دی ٭٭٭٭٭ سمیع الدین افغانی ٢� - ٥ - ٢� � ٩ راشه چه سپرلی دی شم راشه چه سپرلی دی شم ګلزار دی شم راشه چه د بدی ورځی یار دی شم ستا د پاکی مینی محبت کی یار ژوندشمه وږمه شمه بهار دی شم نه شته بله لار نه بل تدبیر چیری راشه چه مرهم دی شم قرار دی شم ته ما ته په مینه مینه وګوره زه به دی لمبه شمه انګار دی شم ما سره جذبه د ه محبت زړه کی راشه چه کاکل دی شم سینګار دی شم مینه د اخلاصه سره خوندکوی راشه چه د مینی وفا دار دی شم هسکه غاړه زیب لری امیل سره راشه چه دسپینی غاړی هار دی شم شرنګ دی دپایزیب په زړګی ښه لګی راشه چه پایزیب دی شم شرنګار دی شم ٭٭٭٭٭ سمیع الدین افغانی ٢٦ - ٥ - ٢� � ٩

-
بېرته شاته