(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطنه

ای ځما د لوړو غرونو تاترو وطنه چې ازمری پکښ اوسيږی سردرو وطنه جګه شمله زه ستا په پت کښ په دنيا ګرځوم چې دی عالم درته حيران د ننګ پښتو وطنه په سر سرتورد خويندو ميندو د سلګو نه لوګې د خپلو ورونړو شو ی کفن د لوپټو وطنه څو که غليم يو جدا کړی يو تر بله سره کوئټی ، کابل اؤ پيښور د دپښتنو وطنه د پير روښان ، د احمدشاه ، د باچا خان په شا نتی د درنو غټو پښتنو لوړو شملو وطنه چي ستا غيرت ته سکندر د مچ وزر ښکاری چې کړو يرغل پی يوسفزو د شا ځلمو وطنه چي د ايمل اؤ دريا خان وينه غورځنګ اووخی دغليم کور کښ بی پايانه ذلذلو وطنه دخوشحال ننګ چې د پښتو توره کښ او پړقيږی مغل په کور کښ کړی ماتم د ميړنو وطنه د ميرويس روح په لړزان دی تپوسونه کوی د پښتنو کور کښ بی ځايه تربګنو وطنه ځان به کړم خاؤری ستا په سر باندی به سر ورکوؤم د ټول جهان د پښتنو نه دا خبر درکوؤم چې کړی اولس پکښ ميلې سخی مزارمې قسم چي وی ګل ګل ، ميوه ميوه په کندهارمې قسم چې د باګرام له لوری درومی ګل ورين بادونه د سرو ګلونو چې وی ډهک په نګرهار مې قسم هسکه غړ ی کښ د پنجشير د بدخشان لالونه په ورشوګانو دکندوز باغ و بهار مې قسم چې ننګ ناموس ورته ډالئ د مشرانو پاتې د تودې وينې د پکتيا په سور انګار مي قسم چې د تاريخ په تندی بريښی دسپوږمئ په شا نتی دهنرمندو د باميانوو په شاهکار مې قسم چې د امو دريا غورځنګ کړی په چپو راشی د اټک سيمه کښ په ښکلی نوبهار مې قسم چې د چترال ذولفې خورې شی د جهلم په سينه په سرو ګلونو د پغمان قطار قطار مې قسم د پېښور ارته سينه کښ چې ميشته دی سره د لر اؤ بر د پښتنو په ښکلی ښار مې قسم دملاکنډ ، مدين ، بحرين هم د کالام په لمن په سندريزو ابشارونو نغمه زار مې قسم د قيصه خوانې اؤ هتی خيلو سربازانو په نوم هم د ميوند اؤ د ټکر د شهيدانو په نوم سلګئ اخره چې اضغر کړله په غيږ کښ د مور د پاکې وينې د بابړې ماشومانو په نوم د پلار نيکه د کور تاوان له درست جهان غواړمه د امن ډک به ترې اوس لوی افغانستان غواړمه • علی اضغر يو ماشوم وو چې د بابړې په خونړې واقعه کی د مور په غيږه کی د پاکستانی فوځيانو په ګولئ باندې اولږيدو اؤ شهيد شو

-
بېرته شاته