(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک بابا

بابا د سوچ د ازادۍ حسن ښکلا مې ته ئې جکه شمله مې د نیګونو هره خوا مې ته ئې چیرته چې شرنګ د تورې یاد شې د سیاست په ژبه د ننګ غیرت تورې وفا ښکلې مانا مې ته ئې تاریخ به ویاړې په تا ، سوچ د پښتونوالې لرې د تاریخ پاڼه د ادب ټوله دونیا مې ته ئې د خوشحال خان د غرولمنو کې لوی شوی بابا د قلم تورې د ژوندون د پرمختیا مې ته ئې فکر او خیال دې د پښتو انګړ ته ژوند بخلی د ننګ ډګر د هسک د ستورو لا ځلا مې ته ئې زه نسیم ستوری سلامې یم ستا دی دنګ فکر ته ای د پښتو د ادب پلاره روڼ سبا مې ته ئې

-
بېرته شاته