(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نقیب الله خوستوال څو شعرونه

نه می هیریږی موری

داچی پروت ېم درنه لېری نه هيريږي ماته ېاد ي داستا ښکلی سترګی توری نه هيريږي ستا لاسونه به زه څنګه هېرومه تا نېولی په دعا ؤ نه هيريږي ستا وهل د بل د مينی نه خواږه دي ستا ښکنځل د بل د دعا نه راته ښه دي نه هيريږي ستا دعا به راپسی وی ګرانی مورې که رڼا که تياره وي وي نه هيريږي دا ستا قدر به معلوموي هغه چاته چي په کورنه وي بهر کی پاتی کيږي ستا شليدلی جامې تل زما ياديږي که په کور او که بيرون وي نه هيريږي ارمانونه خو می ډير دی ګرانی موری خو می ستا دا موسکی شوڼډی نه هيريږي چي ويل به دی ای زويه دلته راشه هغه ساعت می په کالونو نه هيريږي دروازه باندی دکور به چي وتلم ستا دعاوی را پسی می نه هيريږي تيليفون کی به دي وی چي ډير اختياط کړه ستا دا ښکلی نصيخت می نه هيريږي ارمانونه په دنيا کی می ډير زيات دی ستا دا يو ديدن ارمان نه پوره کيږي دواړه لاسه به می خپل وي په دعا نيولی چي می نصيب دا ستا ديدن به کله کيږي للو للو به دي ويل زه به وده شوم ستا هغه ناز می په عمرونو نه هيريږي دعا دی ستا دي قبول شوی موری زما نصيب ځکه هيڅکله نه خواريږي خدمت ډير وکړی ای عزيزو د مور جانی خپلی دا وصيت به د (خوستوال) وی په دنيا کی پاتی کيږي

وطنه

ظالمان د زوروی زما وطنه ای زما د زړه ارمان افغان وطنه لوټی لوټی يي کړی نور د خاوری غواړی لا تر اوسه ماړه ندي ظالمان زما وطنه دښمنان د کاميابی زغملی نشي په هر لور د ناکامي غواړي وطنه ډير به وکړي ډيرو وکړل کوششونه ماتوی ستا توريالی نشي زما وطنه ډير قوتونه به دا ستا خاوری ته راشي په ماتو پښو به درنه وځی ای وطنه چا دکاڼی بوټي خرڅ کړل په ما ګرانه څوک د مړه شول په ديدن پسی وطنه خدمت ستا په هر افغان وګړی فرض دی لکه فرض چي مسلمان باندي دی لمونځ زما وطنه توريالي ددي وګړي په هر ځای کی له نامی نه د ويريږي ټول غربيان زما وطنه تا به ساتو تر اخری ورځی پوري چي تر څوزمونږ بدن کي وي سلګۍ زما وطنه څوک چي تا باندی يرغل کړي له هر لوری بند په بند به يي ور مات کړو پښی لاسونه زما وطنه غيرتی بچيان د غيږه کی روزلی که پښتون دی که تاجک او که ازبک دی زما وطنه زه (خوستوال)به در سره دغه وعده وکړم تا به ساتم پخپل سراو مال وطنه

لیلا

لیلا ستا په مخبت کی په اور وسومه ایره شــوم دیوالونه می ړڼګ شوی خاوری خاوری کنډواله شـوم هیڅ څـوک نــــــــلرم دنیا کی بی لــــــــه تا نــه لـــــکه ونه بی ثمره داسی زه شـــــــــــــــــــــــوم لکه باغ چی پـــه ګلانــــــو ښایـــــــــــــسته وی داسی زه وم ښایـــــــسته خو نن بدرنګ شـــــــــوم هغه وختونه را یادیږی چی به ناست ؤ په ګودر کی خو نـن افسـوس دی تـه تـنها ئی زه تنـها شــــــــوم چی بــــه دواړو خولــي خـــندا څخه وی ډکـــی نن ته خاموشه او زه پاتی چوپه خوله شــــــــــوم مســــــــــافر یــــم زوریدل زغــمــلی نــه شـــــم تـــه وی لیلا ځکه مجنون در پسـی زه شـــــــــوم کـه د زلـــفی د (خوســــــتوال) لاسـو کی ورشی هغه وخـت بــه درتــــه وایم چی پــاچـــا شـــــوم

ښکليه خوسته

ښکلی ته ښکلی د نوم دی ښکليه خوسته ټول خوستوال د توريالي دي ښکليه خوسته که غيرت وي ټول خوستوال د غيرتي دي په يوه خوله د دي ټول خلک ښکليه خوسته که اخساس می داخوستوال زلمي راويښ کړي زه لند ن امريکا څه کړم ښکليه خوسته که ميلی وي ميلی تا کی ډيري کيږي ښکلي باغونه لکه باغ دفارم باغ دی ښکليه خوسته ښکاری ښکلی او زيبا وختی سهر کی لکه ګل چی په شبنم باندی تازه وي ښکليه خوسته ډکي ډکي د ويالی دي له اوبو نه تک شنه لوړ د چينارونه ښکليه خوسته لوړ لوړ غرونو دلا نور ښايست زيات کړی لکه ګل په ګلدانۍ کی ښکليه خوسته مسجدونه تا کی شته دي ښکلي ښکلي يو د ډيرو نه ښايسته جامع مسجد د ښکليه خوسته ډير قومونه دي اوسيږي ستا په غيږ کی که منګل دی که ځدران او که شمل دی ښکليه خوسته نور قومونه خو د هم په يوهخوله دي که لکڼ که مندوزي که صبری دي ښکليه خوسته په صفت باندی (خوستوال)د نه مړيږم که د هر څومره ستايمه ښکليه خوسته

د یتیم داستان

ډیر وړوکي وم ماشوم نه پوهیدلم په کوڅو او په میرو کی ګرځیدم نه پوهیدلم په ژړا به می دا غټی سترګی سری وی بابا بابا جان تل ځما په خوله نه پوهیدلم یوه ورځ سهار وختی می بابا جان ؤ پاڅیدلی د کابل په لور روان نه پوهیدلم ماته ئی ویل چی زویه څه شی درته راوړم لکه مړی زه په خوب باندی وده نه پوهیدلم سهار وختی ډوډی ته کښیناستم تنها وم لکه وی چی څه می ورک نه پوهیدلم ما اواز کړو موری څه می دی ورک کړی دی ویل څه زه شومه چوپ نه پوهیدلم ما ویل څه شو بابا جان می کور کی نشته وم یوازی ځانته ناست نه پوهیدلم دی ویل لاړو بابا جان دی کابل جان ته زه په فکرونو کی وم ډوب نه پوهیدلم ماذدیګر ؤسترګه ډوبه او ماښام شو اذان نه مخکی ؤ اغلان نه پوهیدلم نا ګهانه یوه چیغه می په غوږ شوه لکه شی چی څوک په زړه باندی سوری نه پوهیدلم مور می وی چی زویه زر لاړ شه مسچد ته دا اعلان ؤ شناخته نه پوهیدلم ډیر په مڼډه مڼډه لاړمه مسجد ته ډیر مخلوق ؤ سره جمع په یو ځای نه پوهیدلم زه چی څمره ور نږدی نږدی کیدلم پلار می مړ په کټ کی پروت نه پوهیدلم ما ویل خدایه که قیامت وی خو ئی نن کړه ډیر وړوکې شوم یتیم نه پوهیدلم په خیالونو کی می پلار راته ژوندی ؤ په ژوندونی پلار می مړ ؤ راته پروت نه پوهیدلم دوستان راغلل چی ئی پورته جنازه کړی ما ویل رښتیا به وی بیلتون نه پوهیدلم پلار می لاړو سر ئي کیښود په لخد کی کورته راغلم یکتنها نه پوهیدلم ما (خوستوال)به وی یتیم زړه به شی صبر فریادونه ئي د خولی څخه وتل نه پوهیدلم

ای اشغالګره

مسلمان یــم غلامی مـنلی نـشـم دکــفارو بـی رحـمی مـنلی نـشـم پښتنی مـور زیږولی یم پښـتون یـم بـی پـښـتو کـارونـه هیڅ مـنلی نـشـم که ټوټی ټوټی وجود می کړی دښمنه د وطن اشغالګری مـنلی نـشـم ما شیدی د پښتنی مور دي رودلې په وطن کی می پردې مـنلی نـشـم دا منم بی غزتی ستاسو رواج ده زه پښتون بی غزتی مـنلی نـشـم بی بنیاده ئې دښمنه زر به مات شی ای بی ننګه بی ننګی مـنلی نـشـم کامیابی می په تاریخ کی لیکل شوی ای نـاکامـــه نـاکـامـې مـنلی نـشـم سر لوړی می په قسمت ده هر میدان کی هیڅ دښمن ته سر ټیټې مـنلی نـشـم ببا خبر شه پښی به غبرګې کړم در ماتې زه (خوستوال)ستا چپړاسې مـنلی نـشـم

د وطن فریاد

ای بچیانو نن می ساتی ستاسو مور او ستاسی پلار یم اشغال شوی د پردو لاسو کی پروت نن خوار او زار یم نن می وینۍ چی می غبرګی پښې دې ماتې وخت به راشی چې پر ټولو به سالار یم لوټی لوټی ئې کړم خاوری شوم بچیانو ملا می ماته لاس تړلی بندیوان یم دا چی ولی می پټۍ ځانه په کاردی د ظالم له لاسه سوی په انګار یم دا چی ات لکه کودړی په میدا شوم

-
بېرته شاته