(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر

ژوندي قام ته مې راغلي دي ملګرو مزارونه څه د لرو مزارونه څه د برو مزارونه یو بد مست لیوانې سور وې د وخشت په نیلي راشي کړي ودان د دغه ښار ددانشورو مزارونه نور دې څه اوکړل نفاقه خو بس د ا چارې دې اوکړې لور په لور دې راته زیات کړل د دلبرو مزارونه کړي چې ما ورباندې قتل بیا په دغه نزرانه کښې ترهء زامنو ته مې ورکړي د مرمرو مزارونه شاعران مې دغزل د مرثییو نه اوزګار نه وې چې له دوي ورپسې راوړي د سندرو مزارونه د اجل قیصه به هم وې خو اجل خو داسې نهءوي اوس خو بې اجل جوړیږي د اکثر و مزارونه د زلمو دپاره داسې دیوالونه د خپل کور وي لکه څنګه چې سیپۍ وي د ګوهرو مزارونه دغه څه اوشول طاهره د کوم جبر د دوران دې چې د خولو نه مو جوړ شوي د خبر و مزارونه ۱۷/۰۵/۲۰۰۹

-
بېرته شاته