(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مور

مــورې دا سـتـا د پــښو لانـدې چې جـنــت نومیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی مـــورې دوعــا نه مې هیـر نـه کـړی ستا بـچـی یـمـه زه دا سـتـا په غـیــږه کې لـوی شـوی اوس زلمی یمه زه دا ستا دوعا باندې د ژوند مې ټول عـزت جوړیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی د ژونـــد ډیــوه د غــیر ت ویــنــه بــخــتــوره شــولـه ســتـا د دوعــا پـه بــرکـت دا هـم معـتـبـره شــولــه د ښکلا فکــر د رنګــونــو اوس دولـــت ډیــریــږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی شعور د ژوند د ښکلاګانـو چـې ښـکلا پیدا کړی د ژونـد هـیـنـداره بـې تکلیفه تـوره شپه سـبـا کړی د ګـونـګـی ژبـې په لـمن کـې اوس غـیـرت زنګیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی د انـتـظـار شپـه چـې سـلـګــو وه هم نیــولـی مـورې ستا په دوعا بانــدې دا شپـه هم سـبـا شوی مورې مورې د زړه ټولـو پــردو کـې اوس راحــت ټولیـږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی د مـــیــړنــــو میــنــه چــــې څــڼــې د اوربــــل جــوړوی د قام بچې چـې د قـامـې وحـدت مورچـل جـوړوی سـتـا د دوعــا پــه ګـریــوان میـنـه محبــت زیـاتیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی دا ستا د خولې دوعا د ژوند مې تنـابـونه اوږدۍ تــقــدیــر د سـاه د ښـکلاګـانـو سیـنـګارونـه جــوړۍ خوب د ژوندون د پلوشو کې مې نعمـت ټـوکـیـږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی خوبونــه ټــول مـې د ژوندون ستا په دوعا سمیږی د نسیم ستــوري زړه کې میــنـه او وفــا غــوریــږی د خـوږ نعــمـت د نوښــتـونو خپل قسمت ویښیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی

-
بېرته شاته