(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ سينده!

پنجشنبه (زیارت) ١٦/� ٤/٢� � ٩ دکونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رياست او د نوښتگرو هڅوبوالو، ليکوالو او شاعرانو په زړورتيا د کونړسيند پسرلنۍ مشاعره څپانده شوې او شاعران په کې خپل شعرونه اورېدنې ته وړاندې کوي. د کونړد رڼا، سپېڅلتيا او سمسورتيا په هيله لاندې شعر د مشاعرې مينه والو ته ډالۍ کوم:

دکونړ سينده تاته ياد دي که نه هغه نارې هغه کوکار د پېغلو درته په ياد دي که هېر کړي دې دي د لونگين دلړ کتار پېغلو هغه دې څه کړې که دې وخوړلې دنگې غړۍ خمارې سترگې ښکلې هغه دې يادې دي که که هېرکړي دې دي چې په ورسک دې کړې ورگډې پيغلې د ښکلاگانو قاتل ته يې که بل چې دا ستا غېږې ته نيمزالې درتلې هغه د کراړې برېتور ميړونه چې د گمراه ايمان مرمو وخوړل چې له برېتو يې څڅېدلې وينې آ د مرميو بخۍ اوس هم شته دى که نه د خاورو سره خاورې شولې هغه ماران چې په اوږو پراته ول که يې کيسې اوس سړې واورې شولې هغه نازونه کرشمې څه شولې له حيا ډکې پښتنې څه شولې آ بلدوزرټوټې ټوټې نه شولو؟ چې پر ژوندو يې اړولې خاورې دا هم انسان و د انسان بچى و ژوندۍ ښکلايې کړه تر خاورو لاندې سينده ! له تا ځنې پوښتنه کوم دنازنينوټل دې چېرې يووړ که د پنجاب د رڼاگانو په شان په ورسک گډې ښکلاگانې دې کړې مونږ په تياره کې نازولي ژاړو پنجاب نڅيږي رڼاگانو ته دې ته دافغان خاورې بچى يې سينده! خو رڼاگانو ته دې نور مستيږي چاته دا ستا له لاسه وژاړمه حق د افغان ورځنې وغواړمه د کونړ سينده ! ملامت نه يې ته مونږه ته ياره ! خجالت نه يې ته مونږه پخپله بېغوري کړې ده مونږه پخپله نامردي کړې ده چې کيزه کړى نه يې مونږه سينده! له خودسرۍ ځنې مو کار اخيستى ولله که برق ته د پنجاب وگورو چې دې توى شوى دا خپل اب وگوره ! زمونږه پېغلې وړي ، سړي مو وړي له سرو غنمو ډک پټي مو وړي اوس دې هم شگې ماشومان لټوي په کې چارگل، نتکۍ پېزوان لټوي

scprd -
بېرته شاته