(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ته يې دوست د پاک الله عبدالرحمانه

ته يې دوست د پاک الله عبدالرحمانه ته ملګری د اولياء عبدالرحمانه ستا مزار ته چې هر چا دي بد کتلي پرزېدلي پر دُنيا عبدالرحمانه هم دُنيا هم آخرت يې خپل خراب کړ چا چې ډز کړی پر تا عبدالرحمانه دغه کوم خانه خراب، خدای دې خراب کړي چې يې وران کړو مزار ستا عبدالرحمانه نه ژوندي د پښتنو پرېږدي، نه مړي که دوي نه شي يو سلا عبدالرحمانه ته مئن يې د الله تا ننګومه دا دُښمن کړه ته تباه عبدالرحمانه پښتنو لاسونه يو کړۍ نارينه شۍ مزار ژاړي د بابا عبدالرحمانه دا بې پته او بې ننګه چې جګ ګرځي سر يې ټيټ کړه په دُنيا عبدالرحمانه حق دې خدای حقدار ته ورکړي، ته وېش وکړه ملت خلاص کړه له بلا عبدالرحمانه د ژوندو نه پوره نشوه تا ته وايم په پښتو ده کربلا عبدالرحمانه

-
بېرته شاته