(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمان بابا

بابا د ژوند هر یو مذهب هر یو قانون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی د غږ په وخت کې زمونږ ذهن د ژوندون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی دا چـې پـښـتـون ژبـه لـر ی خـو خـوزولـی نــشی غیرت لری خو خپل غیـرت راپـارولی نـه شی د لیونۍ مینې د اوښکو خپل جنون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی بابا د وخت دا ظالمان مو نه پریږدی په ګلشن اوس خو لا څه کې چې مزار دی ورانوی له وطن د وطن غیږ کې د وطن هر یو مجنون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی ای د سپـیڅـلــی پــاکــی مــیــنـې تــرجـمـانــه بـابـا دا ستا مزار باندې تیری وشـو ای ګـرانـه بـابـا دماغ او روح محور مرکز څه د پاڅون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی ای د بــهــادر کلــی بــهـادر او نـنـګـیـالــی شـاعره ای د خوږی ژبې پـښــتو ای تــوریــالـی شــاعــره شــعــور غیـرت او د فطرت هر یو مضمون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی دغه احساس به مونږ ته څوک راکړې چې تا وګټو دا ستا شهید مـــزار شهیـده خـــاوره ســاه وګـټــو ګـنـې قـسـمـت زمـونـږ د فـکـر ښـه زرغـون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی څـو چـې قـامـی وحـدت راغلی نه وی خوار به ګرځو ای نسیم ستوریه خپل وطن کې بې روزګار به ګرځو وحـدت د زړنــو حـقـیـقـت نــوم د پښتون وده دی د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

Rahman Baba By: Nasim Stori -
بېرته شاته