(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما لاليـــــه زه وړه خو نه يم

ته ما ته داسې د حسرت په نظر مه راګوره زما لاليه زه وړه خو نه يم چې ستا د سترګو د استازو د خاموشه ژبې پيغام لوستلې نه شم. معنا ويستلې نه شم زما د زړه نظر په دې باندې هم ښۀ پويږي چې ساه د ډوبه شي د زړه درازه د هم سيوا شي زړه د وائيل غواړي خو څه په خله وائيلے نه شے حلق د ې هم وچ شي، او ژبه دې ګونګئ غوندې شي ما ته راوړلے ګل د ګوتو کښې شې پانړې پانړې ما ته معلومه ده زما لاليه ته منتظر ئې چې به کله زما يوه مسکا زما د سترګو يوه وړه اشاره لکه باران چې په صحرا هستئ دې ووريږي د زړه په ډاګه دې د مينې ګل را وټوکيږي د ځنکدن سختو وهلے ځان مراد ومومي زما لاليه په ما ګرانه ګله زما هم زړه غواړي چې ستا په اوږه زه د خپل سر کيږدم د زړه اتش فشان وژاړم زما هم زړه غواړي چې تا د خپل پينزيب په سرود نشه نشه کړمه د خپل کاکل اسير دې جوړ کړم د زړه تعبير د جوړ کړم خو نن چې ګورمه زما لاليه يو ځلې بيا زمونږ په خاوره د غليم لښکرو په هره لويشته راته بيا د جنګ سنګر جوړ کړے زما د خلکو د سرونو ئې لوئې غر جوړ کړے په داسې حال کښې په تا ګرانه پښتانه ملاله څنګه د سترګو په خوبونو قناعت ولري ژوند د ذلت ولري زما جانانه زما ګل لاليه نه مې په ځان پيرزو شي نه مې په تا لوريږي چې سترګي ټيټي د غليم بخښلے د غلامئ ژوندون د تير کړو مونږه زما ګلابه زما خوږ لاليه راشه چې راز درته د زړه اوئيم چې زما زړه څه غواړي؟ زما خوبونه تعبيرونه غواړي ستا په سينه باندې د تورو پرهرونه غواړي تالا تارغه د غليمانو لښکرونه غواړي ستا پښتانه ملاله دغه تعبيرونه غواړي ته ماته داسې د حسرت په نظر مه راګوره زما لاليه زه وړه خو نه يم

Zama lalaia za wara kho na yeem By: Spogmai له پیاوړی پښتوپال فیروز اپریدی څخه مننه -
بېرته شاته