(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شمله په اور وسيزه

د سوات د يوې بې وسه خور خپل ورور ته يادګيرنه

تا ته به ياد وي لالا زمونږ بابا به وائيل چې زمونږ سيمه د تورزنو ميړنو سيمه ده دلته زمونږ توريالو په ننګ او پت باندې مئين سپيلنو د هر طاقت د هر يو جبر خلاف د خپلې خاورې په سرو وينو حفاظت کړے دے جنګ ئې د پت کړے دے بابا به دا هم وئيل جوړ د الله د صفتي نوره تورزن پښتانه دا د بيتان د دعاګانو په رنګ ،رنګ پښتانه دا د ملالې ميرمانجي او شاه بوډئ بچوړي د دريا خان د ادم خان او خوشحال خان وارثان د استبداد باغي نشه په خپل مازغو کښې لري د چا د مټو زور ته د سپينو تور شور ته چې د هر وخت سکندر د هر يو دور مغل په هر سنګر کښې ورته دوئي سلامي کړے ده دوئي غلامي کړے ده بابا چې څه وائيل رښتيا به وي نو خو دا چې بيا د وخت جابر لښکرو زمونږ په خاوره نن يلغار جوړ کړے هر کوڅه کښې د لاشونو ئې انبار جوړ کړے د هر يو کور د پرده داره پښتنې سرتورې پرده شلولې دکورونو ئې بازار جوړ کړے نو زما ګرانه لالا خور درنه سوال کوي دا چې ستا په سترګو کښې د څه ويره ده؟ ژبه ګونګئ او سر د ې ټيټ ولے دے؟ په زړه تيارې اوخوف د مل ولې دے؟ لاسونه شل شعور ګنګس ولے دے؟ چې توره ډال د ورته وغورزول د استبداد نشه د لاړه سپينه واوره شوله نو زما ګرانه لالا ستا د وجود د پښتني وياړ طاقت د څه شو؟ د پلار نيکه چې دې ګټلې وو عزت د څه شو؟ قبا د وشليده ريښې ريښي شوه شمله دهم په سر مزه نه کوي په اور ئې پورې که چې وسوازيږي چې بس اوس دا سرونه د د غه جګو شملو نور د تړلو نه دي

Shamla pa oor waseza By: Spogmai له پیاوړی پښتوپال فیروز اپریدی څخه مننه -
بېرته شاته