(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مینې ورځ (valentine´s day)

تور محتسب دي پر مخو باندې پردې غوړوي قاضي دي نه پرېږدي د نجونو اتڼونه دلته د پښتون تور رواج دي لارې د ګودر بندوي طالب دي اچوي پهیرې پر ښایستونو باندي ملا دي زر ځله فتوا د چا پر مینه ورکړي مینه اسلام ګڼي که کفر د زاهد خوښه ده خو زه به مینه خامخا کومه که یې ګناه بولي، مدام به دا ګناه کومه الله دي وکړي چي مي زر ځله کافر کړي خلک که مي له کور که مي له کلي شړي سنګساروي مي که مي دار ته بیایي زه به ښکلا په غزلونو ستایم زه به د نجونو په نامه باندي سندري لیکم زه به کلتور د ګودرونو ستایم زه به مخونه له پردو راباسم زه به ښایست له تورو شپو راباسم زه به کردار په افسانه کي د فرهاد پنځوم زه به ټپې پر ادم خان جوړوم زه به خبرې په غزل کي د پېمخو کوم لکه رحمان مینه د هغې ګلورینې کوم چي د وېښته په څېر نرۍ ملا یې ده که خوله یې راکړه د خوشحال په څېر نارې به وهم ماته دي څوک د جنتونو کیسې نه یادوي زه په توبو باندي ملنډي وهم زه د رومان بچی یم، زه د حوادثو بچی زه یو بېباکه او ګستاخه پلار یم شپه او ورځ ناست یم زېږومه روماني لفظونه ما په ټول عمر کي د مینې درد او کرب زغملی هره شېبه مي د کرکجنو ګوزارونه وړي زه له یوه شي نه هم کرکه نه کړم خو یو له کرکې ځنې کرکه کوم د عقیدې، ژبې او نسل کرکه مینه په هیڅ سرحد نیولې نه ده مینه په هیڅ مذهب تړلې نه ده مینه د ټولو بندیزونو نه ازاده نړۍ مینه کوم، مینه پالم، د میني رنګ خپلوم هغه د زړه واکمن په جوش یادوم یا سپین ګلاب یا سور ګلاب ورلېږم د مینې ورځ ورسره ډېر په مینه مینه لمانځم

Dam mini Wraz (valentine´s day) By: Khanzaman Kakar -
بېرته شاته