(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدل مخلوق

موږ ته وختونو د لاشونو سوغاتونه راکړل موږ له قبرونو سره تېر کړله بلا کلونه موږ جنازې پورته کړې موږ بدرګه کړې له سلګیو سره سوي ساندي موږ توري خاوري په سر ونوللې خلک به وایي د ژوندون د ارتقاء سندري د ترقۍ،د پرمختګ او انقلاب زمزمې هم به کوي د شنه اسمان د وسعتونو قیصې هم په سپوږمۍ باندي د ژوند د تېرولو بیان منم انسان د لمر تر وړانګو تېز شو منم چي لاس چاپېر تر ستورو ګرځي منم د عرش په لور ترپکي وهي د نن انسان د ساینس وزري لري د فلسفې په زور اسمان ته رسي خو موږ له دغو انسانانو نه چي ونه ګڼې مو ږڅه بدل غوندي مخلوق یو ددې مځکي په سر موږ سره هیڅ سلوک ونه کړ د ادم زامنو دې بشر دوستو، امن دوستو خلکو دې مسلمانو،سفیدپوشو خلکو موږ ته یې راکړې د لاشونو تحفې زموږ په خاوره کي یې وغزول پراخ قبرونه موږ پر ځلمیو مرثیې ویلې دوی د غلمانو او د حورو قصیده لیکله موږ رغړېدلو د بارودو په دوزخ کي ورته دې د جنت علمبردارو تماشې کولې موږ چي د ورور په لاس د ورور د قتل ویر کولو دوی ورله نوم به د اسلام د سرلوړۍ ورکاوه موږ د سرونو منارونه ژړل دوی په پټکیو کي ډالر منډلو موږ په یو داسي کشمکش کي زندګي کړې ده موږ ته حالاتو د انسان په سترګه ونه کتل موږ ته وختونو د لاشونو سوغاتونه راکړل موږ له قبرونو سره تېر کړله بلا کلونه موږ جنازې پورته کړې موږ بدرګه کړې له سلګیو سره سوي ساندي

قلعه سېف الله Khanzaman Kakar -
بېرته شاته