(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحبیبزی دوه غزلی

چې له خپل کلی له خپل کوره راغلم د ستا د شنو سترګو له توره راغلم زما د قام خلک په اور کې سوزی خدایه (ج) دوعا یمه سرتوره راغلم د وخت سیلیو مړاوې مړاوې کړمه ګني ستا غېږې ته سمسوره راغلم زما سندرې به دې ویښ کړي کنه نن ورسره له ټنګ ټکوره راغلم چې چم ګاونډ مو په یارۍ خبر شي په بام ښکاره په زوره زوره راغلم د ستا یادونو مې خوبونه وړي زلمیه زه دې زړه له شوره راغلم غزل د ستا له کلی تېریدلی نشم دغه ګناه پځان منلی نشم لارې کوڅې له رقیبانو ډکې جانانه غېږ کې د نېولی نشم پداسې کلی او کوڅو کې اوسم په زوره زوره هم ژړلی نشم لکه د روح به له بدنه ووځم خو له رواجه مې وتلی نشم ستا د ښایست په ګلدرو کې ګرځي ځلمی زړګی مې رانېولی نشم

Odessa -
بېرته شاته